د ځیځمو او لیمو نرګسې جام کښ
سه په خیال او تخیل دې تماشې کړم
زرغون سروه یې دَ کوز چم په انګړ کښ
دنګ چنار دې بر ګودر نه تماشې کړم
لمر مخیه یو څرک پاتې شه ایلم کښ
نمرپرست دې، مارګلې نه تماشې کړم
چې دې سترګې کړلې تورې، او باڼه لکه د غشو
ګلاب، بورا، بلبل نه،ټول پسرلې دې تماشې کړم
ډاکټر شاهکار پسرلې
شفاء نړې وال روغنتون
۲۵-۱۲-۲۰۲۳

🫀💐
LikeLike